کمپيوټري وسايل او د ماشومانو فکري روزنه

فیلیپا راکسبی

ژباړن: نصرت الهام 

که څه هم چې مور و پلار له کمپيوټري ابزارو سره د ماشومانو د لوبو پر مهال د آرامۍ احساس کوي، خو په زړه کې يې تل دا اندېښنه موجوده وي چې هسې نه دغه ډول بوختياوې يې د ماشومانو مغزو ته ضرر و نه رسوي.
که څه هم مور و پلار له کمپیوټري ابزارو سره د ماشومانو د لوبو پر مهال د آرامۍ احساس کوي، خو په زړه کې یې تل دا اندېښنه موجوده وي چې هسې نه دغه ډول بوختیاوې یې د ماشومانو مغزو ته زیان و نه رسوی.

اوس مهال تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان له نویو ټچ سکرین  وسایلو څخه د ګټې اخستنې غوره اوهیښوونکی استعداد لري.

 تر ددې وروسته ښايي دا ډیره حیرانوونکي نه وي چې دوه – درې کلن ماشومان په ډېرې لیوالتیا ناست دی او خپلې ګوتې، په ځان له پوره ډاډ سره، په ټچ سکرین ټلفونونو راکاږی او یا هم د کمپیوټري لوبو تڼۍ کیکاږي.

 که څه هم چې مور و پلار له کمپیوټری ګیمونو (لوبو) سره د ماشومانو د لوبو پر مهال د آرامۍ سا اخلی خو په زړه کې یې تل دا اندېښنه وي چې هسې نه دغه بوختیاوې یې د ماشومانو مغزو ته زیان و نه رسوی. خو موږ وینو چې له کمپیوټر سره وخت تیرول په ځانګړی ډول کله چې د کمپیوټر پروګرام زړه راښکونکی وی، د ماشوم د لا ښې زده کړې لپاره ګټور دی.

 د ویسکانسن په پوهنتون کې شویو څیړنو ښودلې ده چې ۲ او ۳ کلن ماشومان تر ټولو ډېر د کمپیوټر د دداسې پاڼې پر وړاندې عکس العمل ښیی او ورته لیواله وی چې کمپیوټری پروګرام د لمس وړ (ټچ سکرین) وي او دا چې ماشومانو ته په سکرین باندې د لاس وهلو انتخاب ورکوی. ماشومان له دا ډول پروګرام سره نسبت هغه پروګرام ته ډېره لیوالتیا لري چې ماشومانو ته د لاس وهلو موقع نه ورکوي او یواځې د لیدلو لپاره وي. دې څیړنو ښودلې ده، هر څومره چې پروګرام زړه راښکونکی او غوره وي همغومره د یو دوه کلن ماشوم لپاره جالب وي او ځان ورته نیږدې ګڼي.

 د ویسکانسن د پوهنتون مرستیال استاد هدر ګریګوریان، چې دا څیړنه یې ترسره کړې ده وایي، چې د لمس وړ (ټچ سکرین) پاڼې د ماشومانو د زده کړې وړتیا زیاتوي. کله چې نوموړی د کلماتو د زده کولو اړوند ازمیښت وکړ، بیا یې هم ورته (مشابه) پایله لاسته راوړه.

 نوموړي په دې اړه وویل: « هغه ماشومان چې له زړه راښکونکو سکرینونو سره لوبې کوي ډېر ژر زده کړه کوي او ډېره کمه تیروتنه یا اشتباه کوي، خو په دې سره نابغه نه ترې جوړیږي او یواځې ډېر اطلاعات ترلاسه کوی.»

 ګټور ابزار

میندو او پلرونو کولی شئ د آرام سا واخلئ ؛ ستاسو ماشومان له خپل چاپیریال سره اړیکه ټینګوي او تعامل کوي، دا یو ډېر طبیعی عمل دی.

 په هر صورت، ټکنالوژي، که هغه ټچ سکرین ټلفون دی او که تڼۍ لرونکی دواړه پاتې کیدونکې ده. اوس مهال ډېری لومړني ښوونځي په ټولګیو کې له آی پډ (iPad) څخه کار اخلي. تردې چه ټکنالوژی او د ګټې اخستنې یو ډول یې د ښوونځیو په ښوونیزو پروګرامونو کې شامل شوی دی.

 هلن مویلټ د یوې ښوونیزې موسسې رییس دی، چې دغه خیریه بنسټ د زده کړې د لاروچارو د ښه والي او د زده کړې د کیفیت د لوړوالی په برخه کې کار کوي او تر ۵ کلنو ماشومانو پورې د ټیټ عمر ماشومان رانغاړي، نوموړې وایي: « زه د هغو خلکو له ډلې نه یم چې فکر کوي ماشومانو ته باید موبایل او کمپیوټر په اختیار کې ور نه کړای شي. په هغه صورت کې چې له دې وسیلو څخه سمه او په خپل ځای ګټه پورته شي، کیدای شي په رښتیا هم په زړه پوری و اوسي او د زده کړې په برخه کې له ماشومانو سره مرسته وکړي، په دې شرط چې په ټولو برخو کې او په پراخه کچه د نورو ګټورو بوختیاوو ځای ځای ونه نیسي.»

 خو میرمن مویلټ بیا په دې برخه کې د ماشومانو د میندو او پلرونو په اړه اندېښمنه ده. هغه وایی: « زه ځینې میندی او پلرونه وینم چې پر لار دد تللو پر مهال  پیغامونه (SMS) استوی، یا له خپلو ډیجټل وسیلو څخه په ګټه اخستنه کې دومره ژور تللی وی، چې له خپلو ماشومانو سره په سختۍ اړیکي نیسي.»

 هغه وروستۍ څیړنې چې په استرلینګ پوهنتون کې ترسره شوي دي، ښیي چې په کور کې له ټکنالوژۍ سره د کورنۍ د چلند ډول، له دې ابزارو سره د ماشومانو په اړیکه کې مهم رول لوبوي. د دې څیړنو پایله دا ده چې: « له ۳ څخه تر ۵ کلنو ماشومانو تجربه د هرې کورنۍ د فرهنګی او ټولنیزې فضا او د هر ماشوم د شخصی سلیقې له مخې رامنځته کیږی.»

 د دې څیړنو په پایله کې وړاندې راغلي دي : « دا یواځې ټکنالوژی نه ده چې ماشومانو ته لارښوونه کوي، بلکې د ماشومانو خپلې غوښتنې او د کورنۍ فرهنګ دی چې له دې ابزارو سره د ماشومانو د اړیکې ډول تعریفوي.»

 په استرلینګ پوهنتون کې یو څیړونکی کریستین استیون وایي، چې ډېرې میندی او پلرونه د اعتیاد او شنډتیا خطر مني او له کمپیوټري ابزارو او سکرینونو څخه د ګټې اخستنې لپاره، د لوبو لپاره او په کور کې د ننه او له کوره بهر د ټولو فعالیتونو لپاره وخت او ساعتونه ټاکي.

خو د کارپوهانو په منځ کې له کمپيوټري وسايلو څخه د ګټې اخستنې د اغیزمنتيا په اړه د نظر جدي اختلاف شته.
خو د کارپوهانو په منځ کې له کمپيوټري وسايلو څخه د ګټې اخستنې د اغیزمنتيا په اړه د نظر جدي اختلاف شته.

  بد عادت

په دې اړه د کارپوهانو تر منځ د نظر جدي اختلاف شته. اروا پوه (Psychologist) ډاکټر آریک سیګمن وایی چې د نن ورځې ماشومان تر ټولو ډېر د تلویزیون، کمپیوټر او نورو وسایلو له لارې بیلابیلو پروګرامونو ته کښیني او یا هم له کمپیوټری وسایلو سره لوبې کوي. د نوموړي به باور دا بد عادت کیداې شي چې د اعتیاد او ژور خفګان سبب شي. هغه د تخمین له مخې وایي، هغه ماشومان چې نن نړۍ ته راځي تر د اووه کلنۍ تر عمره يي پوره یو کال بیلابیلو الکټرونیکی وسایلو ته کتلي وي.

 د پورتني تخمین د کره والي په صورت کې، څوک نه شی ویلای چې دا موضوع د انديښنې وړ نه ده. مهمه دا ده، هغه شیبې چې ماشومان یې له دا ډول وسایلو سره تیروی ښه ګټه ترې واخستل شی او یواځې داسې پروګرامونه ورته ډاونلوډ (Download) شی چې د ماشومانو له زده کړې سره مرسته وکړي.

 په شفیلډ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پروفیسر جکي مارش وایي، چې په دې برخه کې باید لا نورې څیړنې وشي. هغه وایي: « موږ د خپل فکر له مخې د یو پروګرام ځانګړتیاوې ارزوو، کله چې فکر وکړو چې پروګرام ښه دی نو د ښوونځیو په اختیار کې یې ورکوو. یواځې دا چې یو آی پډ (iPad) د ماشومانو په لاس کې ورکړو کافي نه ده، بلکې د هغو پروګرامونو نوعیت او کیفیت هم مهم دی چې موږ یې د ماشومانو په واک کې ورکوو.»

 د مهارتونو/وړتیاوو روزنه

د جکي مارش په نظر د کمپیوټر معیاري پروګرامونه او په ځانګړی ډول بیلابیل پوست کالی (Software) کولای شي له ځینو ځانګړو ماشومانو (هغو ماشومانو سره چې د زده کړې ستونزه لري) مرسته وکړی، څو دوي هغه وړتیاوې یا مهارتونه ترلاسه کړي چې نه يي لري.

 انترنت یا انلاین چاپیریال هم ماشومانو ته دا فرصت ورکوي چې په ځان له ډاډ سره د یو څه په زده کړه بوخت شي کله چې هغه د کور یا د ښوونځي په چاپیریال کې و نه شي کړای دا ډول فعالیتونه زده کړي.

مور پلار ته د پروفیسر مارش سپارښتنه دا ده چې تر ۶ کلنو کم عمره ماشومانو ته ټول ټال په ورځ کې تلویزیون یا کمپیوټر ته د کیناستو لپاره دوه ساعته وخت کافي دی. هغه زیاتوی؛ یو کم شمیر کارپوهان په دې باور دي چې له کمپیوټر او نورو ټولو اکترونیکی وسایلو سره د ماشومانو وخت تیرول سم نه دي، خو داسې شواهد نشته چې ثابته کړي دا کار د ماشومانو د مغزو د روزنې لپاره تاوان لري.

 څیړنو ښودلې ده چې ماشومان ډېر ژر له یو ډول رسنۍ سره تنګیږی او معمولاً د دې تر څنګ د لوبو له نورو لوبو اسبابو سره لوبې کوي، منډې وهي او له کوره بهر په لوبو ځانونه بوخت ساتي.

 میرمن مویلټ وایي: « موږ د هغه وخت په اړه ډېر اندېښمن یو چې زموږ ماشومان یې له کمپیوټر، ټچ سکرین او موبایل سره تیروي، خو زموږ ماشومان ډېر پلټونکی او هوښیار دي. ماشومان په خپل چاپیریال کې ډېر شیان ویني چې پام يي ځانته را اړوي.»

 سرچينه: بي بي سي، د « هنر او زده کړه» پاڼه. له لږ بدلون سره په روان آنلاين کې بيا خپور شوی مطلب.

پیوند به متن فارسی این نوشته: http://www.rawanonline.com/can-playing-with-computer-games-improve-childrens-cognitive-growth-html/

 

درباره‌ی اسماعیل درمان

اسماعیل درمان، ماستر روانشناسی بالینی و مدیر وبسایت روان آنلاین است. شما می‌توانید از طریق صفحۀ «تماس با ما» یا صفحۀ فسبوک روان آنلاین به او و گروه کاری روان آنلاین پیام بفرستید. خوانندگانی که نمی‌خواهند نام شان ذکر شود این را در پیام خود مشخص کنند. گروه روان آنلاین به حفظ هویت خوانندگان احترام می‌گذارد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.