سوله د موسیقۍ له لارې

لیکواله: ډاکټره ناهید عزیز، د واشنګټن ډي سي د ارګوسي په پوهنتون کې د کلینکي اروا پوهنې استاده

ادیت: حمیرا لودین 

د کیڼې خوا استاد سرمست او د موسیقۍ ډله. انځور: میرویس رحماني
د کیڼې خوا استاد سرمست او د موسیقۍ ډله. انځور: میرویس رحماني

د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ د میاشتې په لومړيو ورځو کې د افغانستان په تاریخ کې د اول ځل له پاره د افغانستان د موسیقۍ د ملي انجمن ځوان غږونکي د امریکا متحدو ایالتو ته راغلي وو، چې په واشنګټن ډي سي کې یې د کنډي په فرهنګي مرکز (Kennedy Center) او د نیویارک د کارنګي په تالار (Carnegie Hall) کې کنسرتونه ورکړل.

ددغه انجمن بنسټ ډاکټر احمد سرمست په ۲۰۰۹ کال کې کېښود، چې همدغه انجمن بیا په ۲۰۱۰ کال کې په رسمي توګه پرانستل شو. ددغه انجمن اهداف تر ډیره د افغاني ټولنې پر محروم او زیانمنیدونکي قشر، یعنې یتیمان او پرواټونو د ګرځنده ماشومانو نه پرملاتړ راټول دی. ددغه قشر له پاره چې د موسیقۍ د زده کړې کوم فرصت رامنځته شوی دی، له مخې یې غه تنکي افغان ځوانان او ماشومان کولی شي داسې مهارتونه ترلاسه کړي چې د هغوی ددننې وړتیاوې په اغیزمنه توګه په واقعیت او عمل بدلې کړي.

له ډيرو پخوانيو څیړنو څرګنده شوې ده چې د موسیقۍ زده کړه پر روغتیا مثبته اغیز کوي. د ژوند له لومړنیو کلونو نه له موسیقۍ سره نږدې پاتې کېدل په بېلابېلو ډګرونو کې لکه اقتصادي، ټولنيزو او رواني روغتیا په برخه کې مثبتې او پر ځای اغیزې پريباسی شي. دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د موسیقۍ د انجمن دوه اصلي مرستندویان نړيوال بانک او یونسکو ده. دغه دواړه سازمانونه مخ پر ودو هیوادونو کې د بیوزلۍ په کموالي کې د موسیقۍ زده کړه ګټوره بولي. د باثباته او هیله مندې راتلونکې ته هغه وخت سترګې وراړولی شو چې افغان یتیم ماشومان  پر واټونو باندې د کار له امله یوازې خپلو کورنیو ته ډوډۍ ونه ګټي، بلکې ښوونې ته هم لاسرسی ولري هغه هم مسلکي او کسبي زده کړې.

د یوې سایکالوجستې او د رواني روغتیا د متخصصې په توګه مې د ځوانو افغانو غږونونکو د [کنسرت] اجرا راته له انګیزو ډک ښکاره شو، داسې اجرا چې کېدای شي د رواني ټپونو چې د اوږدو او ورانوونکو جګړو په پایله کې رامنځته شوي د رغیدا په لور یو لوی ګام وبلل شي. د څه د پاسه دیرش کلنو جګړو او سیاسي اړودوړ له امله افغان ماشومان له ډیر ویجاړ حالت سره مخ کړي دي، چې د بشري ودې په برخه کې یې افغانستان تر ټولو ټيټه کچه لري. جګړو او له هغو نه د را ولاړو شویو ناورینونو له لاسه د افغان ماشومانو روغتیا په تیره بیا د هغوی پرعاطفي او اروایي روغتیا یې ډیره بده اغيز کړې ده.

په ۲۰۱۰ کال کې د هیواد په اړه له راټولو شویو اطلاعاتو څرګنديږي چې د هرو ۱۰۰۰ تنو افغان ماشومانو څخه ۱۵۰ تنه مخکې له دې پنځه کلنۍ ته ورسیږي خپل ژوند له لاسه ورکوي. په افغانستان کې د مرګ او مړنې لوړې شمېرې دا هیواد له دغه بابته په دویم مقام خپل کړی دی. ۵۴ سلنه ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي، چې په هغو کې ۴۰ سلنه یې د وزن له کموالي سره مخ دي. دا د ماشومانو پر ودې ډير ویجاړونکي اغيزې درلودای شي،  له هغې ډلې د مغزو ناقصه وده یادولی شو چې له عقلي او ذهني پلوه یې وده ورو کېږي، دا چې د هیواد ۵۲ سلنه نفوس د څوارلس کلونو نه ټيټ ماشومان جوړوي، دغه موضوع ډیره د انديښنې وړ ده.

هغه ګڼ شمېر ماشومان چې په جنګي سیمو کې ایسار پاتې دي، د افغان ماشومانو تر ګردو زیانمنېدونکی قشر دی چې ښايي د افغاني ټولنې په منځ کې ورته تر ټولو لږه پاملرنه شوې وي. دا هرڅه ګڼ عوامل لري. لکه د ټولنيز موقعیت نه لرل او په یو غښتلي نرواکي محيط کې اوسیدل. همدارنګه د بیسوادۍ له امله د ماشوم د ودې په اړه ډیر محدود او ناقص درک شتون لري.

سره له دې چې پر افغان ماشومانو د جګړو د اوږمهالو پایلو په اړه کره اطلاعات نشته، خو واقعیت دادی چې په میلیونونه انسانانو ښايي رواني اغیز لیدلې وي یا یې خپله دغه شان صدمې تجربه کړې وي. له دغو رواني ټکرونو کولی شو يو څو مواردو ته اشاره وکړو: مخامخ تاوتریخوالی او رټل، د کورنۍ د غړو له لاسه ورکول یا وژل کېدل،  یا هم هغه کېسې او حکایتونه چې ددغه شان پيښو په اړه ماشومانو ته ویل شوي دي. په دې ټولو مواردو کې ددې امکان ډير دی چې د ماشوم اروایي روغتیا دې له خطر سره مخ وي. په دې کې د خفګان، پريشانۍ او اضطراب نه نیولې تر شدیدو اختلالاتو او مزمنو اروایي او مختلطو صدماتو نښي موندلی شو.

له بلې خوا ګڼې کورنۍ ماتې یا ویشل شوې دي چې د ځینو کورنیو له پاره دا پيښې بیا بیا تکرار شوي دي، چې له امله یې ټولنيزه حمايتي شبکه سره پاشل شوې ده، چې دا بیا پر وړو او غټو اجتماعاتو د اعتماد د نه شتون او د کورنۍ د یو یا څو تنو غړو د له لاسه تلو لامل شوی دی. د ملګرو ملتونو د سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندق (UNICEF) اټکل کوي چې لږترلږه یو په درېیمه برخه هغه ماشومان چې باید ښوونځي ته لاړ شي هره ورځ شاقه کارونه کوي، دا ځکه چې دوی د کور یوازیني ګټندویان دي. دا موضوع د یو داسې هیواد له پاره چې له بیوزلۍ، جګړو او له اقتصادي او ټولنيزو بي ثباتیو سره مخ دی او په عین حال کې ماتیدونکی امنیت لري د حیرانتیا ځای نه دی. ددغه اقتصادي بي ثباتۍ له امله ډیری افغان ماشومان د قاچاق له ګواښ سره هم مخ دي.

د افغان ماشومانو د اروایي او ټولنيزې روغتیا په اړه چې کومه څيړنه په ۲۰۰۳ کال کې د یونیسف له خوا وشوه، هغو ماشومانو چې په کابل کې ژوند کاوه د خپلو انديښنو په اړه چې د بیوزلۍ، کورني تاوتریخوالي او د کورنیو اړیکو په برخه کې یې درلودې څرګندې کړې دي. ګڼ شمیر افغان ماشومان په روزنتونونو کې اوسیږي، دا ځکه چې یو یا دوه والده یې د جګړو او بیوزلۍ له امله له لاسه ورکړي دي. په ډيری مواردو کې هغه ماشومان چې یوازې پنځه کلن دي د واټونو په سر ګرځي او د خپلو کورنیو له پاره ډوډۍ ګټي. دا چې دوی له لږ امنیت او قرباني کیدو سره مخامخ دی،او له زده کړو لري پاتې کیږي، ورسره د هغوی زیانمنیدل او ماتیدونکی حالت لاپسې زیاتولی شي.

د افغان ماشومانو د رواني روغتیا په اړه د انديښمنونکو شمیرو سره سره، تر دې مهاله هیڅ داسې جدي او مشخص پروګرام چې د هغوی اړتیاوو ته ځواب وویلی شي نه دی جوړ شوی. خو د افغانستان د موسیقۍ د ملي انجمن جوړیدل کولی شي، د موسیقۍ له لارې افغان ځوانانو، تنکیو پيغلو او زلمیانو ته د عاطفي روغتیا او ټولنیزې ودې په لار کې  زړه راکښونکي ګام وګڼل شي.  شاوخوا ۱۴۰ ماشومانو او تنکیو ځوانانو په دغه انجمن کې د موسیقۍ د یوې یا څو الاتو د زده کړې کوی. په دغه انجمن کې یو په درېیمه برخه نجونې دي. د سایکالوجسې علم له ډیرې پخوا راهیسې د ماشومانو پرټولنیزو غوره کارکړنو او عاطفي روغتیا د موسیقۍ پر مثبتو اغيزو څيړنه کړې ده.  کله چې دغو ماشومانو د موسیقۍ د غږولو پر مهال ګورو، یو څه چې په څرګنده لیدلی شوی هغه ددوی اعتماد په نقس، ددننۍ آرامتیا، عاطفي توازن او سرلوړي ده. موسیقي د رواني زیانونو، مصیبتونو او خواریو په تیره بیا ددغه صدماتو نه د راوتلو کسانو په رواني ترمیم کې د حیرانتیا وړ ځواک او قدرت نه برخمنه ده.

د موسیقۍ د ډلې درې تنه نجونې. انځور: میرویس رحماني
د موسیقۍ د ډلې درې تنه نجونې. انځور: میرویس رحماني

هغه پوښتنه چې مطرح کیږي داده: موسیقي څنګه کولی شي دغه شان اغيز وښندي؟

کله چې ماشوم ته کوم فرصت په لاس ورځي، چې د ساز او یا د موسیقي یوه اله زده کړي، دلته یو لړ اړیکې غځونې کوي. ماشوم نه یوازې د موسیقۍ له الې سره اړیکه ټینګوي، بلکې د موسیقۍ په وسیله ددغه اړیکو ترمنځ پل جوړوي. له بل پلوه هغه له یو بل ماشوم سره له اعتماده ډکه استواره اړیکه رامنځته کوي، همدغه شان له خپلو ښوونکو سره. د موسیقۍ غږول او تولید يو ګڼ بعدي فعالیت دی چې د ماشوم تمامیت – د ماشوم د شخصیت تمامیت –  له جسمي، ټولنيز، ذهني او عاطفي پلوه سره رانغاړي.

له بلې خوا موسیقۍ ماشومانو سره مرسته کوي چې خپلو ټولنيزو مهارتونو ته وده ورکړې. دا ځکه چې غږول معمولا د نورو هغه هم د حاضرینو پر وړاندې ترسره کیږي، دا کار کولی شي د هغوی د فردي روابطو په ښه والي او وده کې مهم نقش ولري. په دغو مهارتونو کې له نورو سره مرسته او له خپلو ملګرو سره همغږي ( په تیره بیا چې موسیقي د یوې ډلې له خوا تولید شي)، مسوولیت منل، د کلامي او غیر کلامي اړیکو رامنځته کیدل، توجه او تمرکز زیاتولی شي. کله مې چې دغې ډلې ته د موسیقۍ د اجرا پر مهال د واشنګټن ډي سي په کیندي تالار کې کتل، دغو افغانو نجونو او هلکانو د هوش، شعور او همکارۍ، همدارنګه د متقابل احترام او د افرادو ترمنځ د مثبتو اړیکو ننداره وړاندې کوله. دغه د افرادو ترمنځ د سالمې اړیکې او ټولنیزې ودې عمده عناصر دي، چې په نهایت کې ددوی د غزت نفس او اعتماد په نفس اساس کیښودای شي.

په دې باور یم چې دغه انجمن نه یوازې د موسیقۍ له لارې د بااستعداده تنکیوافغان ځوانانو ته زده کړه ورکوي او د یوې ښې راتلونکي زیری ورکوي، ددې زمینه هم رامنځته کوي چې ددننی آرامتیا پیدا کړي، او داسی ځان او نورو ته سوله او آرامتیا ور وبښي. دا په عین حال کې ددې زمینه برابروي چې دغه ځوانان ګټورې او مثبت ټولنيزې اړیکې ولري، رغوونکي چلند د خپلو کړو وړو او عادتونو يوه برخه وګرځوي، چې په نتیجه کې یې خپلو عاطفي او ټولنيزې روغتیا ترمنځ توازن جوړ کړي.

زه په کلکه باور لرم، که افغان ماشومانو او ځوانانو ته چې د هیواد د ټول نفوس ۴۲ سلنه جوړوي، فرصت چمتو شي، چې د موسیقۍ او د هنر د نورو څانګو په وسیله خپل احساسات بیان کړي او خپل دروني ټپونه ورغوي، نو له دې سره به موږ ډير ژر د یو سالم نسل د لرلو شاهدان اوسو چې د هيواد د اداره کولو له پاره به ځواکمنتیا او وړتیا ولري، اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي ثبات به د اوږدې مودې له پاره ددوی په غاړه وي.

سرچینې:

اصلي انځور د محمد اکمل خالقي له پاڼې څخه.

درباره‌ی اسماعیل درمان

اسماعیل درمان، ماستر روانشناسی بالینی و مدیر وبسایت روان آنلاین است. شما می‌توانید از طریق صفحۀ «تماس با ما» یا صفحۀ فسبوک روان آنلاین به او و گروه کاری روان آنلاین پیام بفرستید. خوانندگانی که نمی‌خواهند نام شان ذکر شود این را در پیام خود مشخص کنند. گروه روان آنلاین به حفظ هویت خوانندگان احترام می‌گذارد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.