غوره شوي: داکتر هامش درویش
ژباړه: خلیل

فوبیا [Phobia] هغې ناروغې، نامعقولې او شدیدې ویرې ته ویل کیږي چې د یوې موضوع او موقعیت نه را ولاړه شوې وي. دلته فرد په دې پوهيږي چې ویره یې معقوله نه ده، خو بیا یې هم کنټرولولی نشي، که چیرې له هغې شي سره چې «ویره» ترې لري، مخ شی، نو شدید ډار اواضطراب او حتا ډیره ترهه په کې لیدل کیږي، دا تجربه ورته دومره ګرانه ده چې هڅه کوي تل له هغه «ویرندوکي» شي نه لري اوسي.
فوبیا د اضطرابي اختلالاتو کې په ډله کې راځي چې ډیره شایع ده او زیاته لیدل کیږي. د امریکا د رواني طب ټولنې رپوټ کې راغلي چې هرکال د امریکا ۸ سلنه کسان د فوبیا له یو نه یو ډول نه کړیږي.
د فوبیا او ساده ویرې ترمنځ توپير څه دی؟
ویره په اصل کې له یوه خطر سره د مخ کیدو پر مهال د انسان عادي غبرګون دی. دغه غبرګون ساتونکې موخه لري. خطر سره د مخ کیدو پرمهال سمپاتیک عصبي سیستم کې آډرنالین [Adrenaline]هورمون ترشح یا غوړیږي چې له دې سره د « تيښتې او مبارزې» غبرګون فعالوي. د آدرنالین راټولیدل انسان دې ته چمتو کوي چې د ګواښ سره مبارزه یا ترې تيښته وکړي. همدارنګه آډرنالین په عضلاتو کې د وینې د جریان او د زړه د ضربان د زیاتیدو لامل کیږي، چې له امله یې یو کس کولی شي په بیړني حالت کې مناسب غبرګون څرګند کړي. سربیره پر دې دغه حالت کې دوینې قند یا خوږه هم لوړیږي چې له امله یې په بدن کې انرژي زیاتيږي. په دغسې یو حالت کې جسم او اروا یو عمل ته چمتو وي. په خطرناکو ځایونو کې ویره يو طبيعي، حتا ګټور او ژغورنګی غبرګون دی.
له بل پلوه فوبیا ناروغۍ ته ورته ویره ده چې تر ډیره له مبالغې او توهم نه ډکه وي. په بله وینا د ویرې هغه کچه چې احساسيږي له هغه شي سره چې د ویرې لامل شوی متناسب نه ده، چې دا ګټوره او ژغورنکې نه ده، بلکې د فرد فعالیتونه محدودوي او دهغه پر ورځني ژوند منفي اغيز کوي. له تخصصي پلوه فوبیا په دریو عمده ډلو ویشلی شو:
لومړی: ځانګړې فوبیا ګانې
ځیني کسان له یوې ځانګړې موضوع یا موقعیت نه ډیره نامعقوله او غیر منطقي ویره لري. تر دې مهاله پنځه ډول ځانګړې فوبیا ډلبندې شوې ده:
الف – له حیواناتو ویره: هغه ویره چې د یو حیوان یا حشرې له امله وي لکه مار، غڼه، ډارونکې ویره له سپي او دې ته ورته نورو نه ویره.
ب – له طبيعي عواملو ویره: لکه د توپان او اوبو نه ویره، له تیارې او لوړ ځایه ویره او نور.
ج – له ټپونو او وینې پورې اړوند ویرې: له زخم، ستنې او وینې نه شدیده ویره او نور.
د – موقعیتي ویرې: لکه د غاښو له ډاکټره ویره، له پوښل شویو ځایونو ویره، له لفټ، پرواز، تونل او پل نه ویره، له مرګ، زندې کیدو، ناروغۍ او دې ته ورته شیانو نه ویره.
ر ـ نورې ویرې: لکه د لوړ ځایه د لویدو ویره، له لوړو غږونو ویره، د ټوکمارو په لیدو د ویرې راتګ او دې ته ورته نور په دې برخه کې راځي.
ځانګړې فوبیاګانې ډیرې شایع او عامې دي، چې معمولا له ماشومتوبه او یا له تنکي زلمیتوبه پيليږي، چې شاوخوا ۵۰سلنه یې د پنځو کلونو په موده کې خپله له منځه ځي.
دویم: ټولنیزې فوبیاګانې
دې فوبيا ته له ګڼو خلکو ویره ویل کیدای شي، چې دا بیا عبارت ده له هغې شدیدې او فلج کوونکې ویرې چې د ټولنيزو موقعیتونو له امله رامنځته کیږي، دغسې افراد ډير زیات کم جراته وي چې د نورو پر وړاندې وارخطا کیږي او خجالت باسي. يوې ټولنې ته د وینا کولو ویره ددغه فوبیا معمولي بیلګه ده.
پوهان په دې باور دي چې دغه اختلال د مغزو په هغه غده کې د ستونزې له امله رامنځته کیږي چې د آمیدګدالا [Amygdala] په نوم یاديږي. دغه غده د مغزو په مرکز کې وي چې دنده یې د ویرې کنټرولول دي. همدارنګه پر حیواناتو باندې شویو څیړنو ددې احتمال زیات کړی دی چې ټولنيزه ویره کیدای شي ارثي وي. یو شمیر نور پوهان یې بیا علت حساسوالی، ناخوښي او اروایي فشارونه ګڼي.
درېیم: د پرانیسو یا واز ځایونو فوبیا
له عمومي پرانیستو ځایونو نه ناروغۍ ته ورته ویره، که پرمختګ وکړي د «وحشتناک حملې» لامل کیږي. دغه ډول کسان په هغو ځایونو کې چې تيښته ترې سخته وي يا هم نشي کولی فوري مرسته ور ورسیږي ډارونکي حالت سره مخ کیږي. دا ډول کسان له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو لکه سترپلورنځایونه، د تیاتر سالونونه او سینماګانو ته له تګه ډډه کوي. حتا په اوږدو کتارونو کې دریدل هم د هغوی ویره تحریکولی شي. همدارنګه له بس، الوتکې، اورګاډي او نورو وسایلو ځان لري ساتي. په ځینو شدیدو مواردو کې ناروغ یوازې په خپل کور کې د امنیت احساس کوي.
د فوبیاګانو نښې نښانې او شکایتونه
د فوبیا جسمي نښې له یو واقعي خطر سره د مخ کیدو پر مهال د بدن د غبرګون «تيښته یا مبارزه» له نښو نښانو سره ورته دي. د ویرې او اضطراب شدت کیدای شي د یو وحشتناکې حملې او له یوې منځنۍ ویرې او ډار سره فرق ولري.
د فوبيا تر ټولو شایع نښې عبارت دې له :
- سالنډي يا د زندۍ کیدو احساس
- د زړه درزا
- په ګوګل کې درد یا ناراحتي
- خولې کیدل
- زړه بدوالی او سرګرځيدل
- د ځان کابو له لاس ورکولو ویره
- د بدن کرختوالی او میږي میږي کیدل
د فوبیاګانو درملنه
د ځانګړې فوبیاګانو د درملنې تر ټولو مروجه لار، د کړو وړو پيژندنې درملیزه لار ده، چې د حساسیت د له منځه وړلو له میتوده په کې کار اخیستل کیږي. په دغه میتود کې یو فرد په سنجول شوې او خوندي توګه له هغې موضوع یا موقعیت سره مخ کوي، له کوم نه چې ویره لري. چې تر ګردو پيژندل شوی میتود یې په تدریجي توګه د حساسیت له منځه وړل دي. د بیلګې په توګه فرد د ډاکټر یا روغتیاپال په مرسته په ذهن يا د خپل تخیلي ځواک په مرسته په واقعیت کې د ډار له عامل سره مخامخ کیږي.
د بیلګې په توګه، که یو څوک له غڼې ډار لري، له هغه نه غواړي چې لومړی یې په خپل ذهن کې مجسم کړي، بیا دې د غڼې عکسونه وګوري، په اخر کې دې یوې غڼې ته وګوري. ددغه پړاوونو ترمنځ کافي واټن په نظر کې نیول کیږي. همدارنګه دغه میتود له ډیرو آراموونکو تکنیکونو سره ترسره کیږي چې د اروایي درملګر له خوا یې ملاتړ او کنټروليږي.
ددغې تجربې له تکرار سره فرد پوهيږي که څه هم دغه موقعیت یې په زړه پوری نه دی، خو تاون هم ورته نه لري، چې هر وارې د ډار له دغه عامل سره مخ کیږي په فرد کې دهغه ډار په اړه د کنټرول احساس هم پياوړی کیږي، چې موقعیت او ځان د کنټرول دغه میتود یوه مهمه لاسته راوړنه ده.
د حساسيت له منځه وړلو بل ډول د یادونې او ګډون میتود دی. په دغه میتود کې هم درملګر د مناسبو او سمو میتودونو بیلګې سره فرد ته د ویرې موضوع ښيي او په دې توګه فرد د هماغه کار ترسره کولو ته هڅوي. البته فرهنګي تفاوتونه او د اختلال شدت د درملنې د میتود په ټاکنه کې څو مثبتې پایلې ترې ترلاسه شي ګټور کار دی.
په ځانګړو فوبیاګانو کې په ندرت سره له درملو کار اخیستل کیږی. که چیرې فرد له ډارونکي موضوع یا موقعیت سر د مخامخ کیدو پرمهال غمجڼ وي، د اټکل له مخې د هغه د غلې کولو او د درملنې د بهیر سره د مرستې له پاره د خفګان ضد درمل ورکول کیږي.
با آرزو موفقیت هر چه بیشتر شما، آگر لطف نموده در بخش اطفال مشکلات دو سالگی نظر به مهم بودن موصوع بنویسید.
تشکر.