مقدمه او کتونکی: اسماعیل درمان
ژباړونکی: حمیرا لودین

په خواشینی سره د مسخری کولو او ټوکی ویلو طرز و یو خاص قوم یا سیمی ته منسوب کول د ډیرو خلکو په رفتار کی لیدل کیږی. دا ښایی یوازی زمونږ په هیواد پوری اړه و نه لري او په نورو هیوادونو کی هم مشاهده کیږي، ولی دا ددی عمل له قباحت او بد اخلاقی نه څه نه کموی. مهمه خبره داده چه تر څو ددغسی اعمالو په مقابل کی حساسیت منځ ته رانشی نو دا رفتار به ادامه ولری. خبره دا نده چی دا موضوع یا مسئله به په یوه کال یا لسو کلونو کی له منځه لاړه شی او یا په لوړه کچه ټیټه شی، ولی ښه ده چی لږ ترلږه هر شخص دا خپل مسولیت وبولی او که چیری غواړي چه واده وکړي او د یوې کورنی خاوند شی نو دا باید په نظر کی ونیسی چی خپلو کوچنیانو ته لوړ ارزښتونه ورزده کړی. لاندنی لنډه لیکنه هم په همدې موضوع باندی ده:
کله چی په یوه کور کی دننه د یوې کورنی مشران په یوه قبیله او قوم باندی ټوکي کوی او خاندی، او يا په یوه محفل کی مشران یو په بل باندی ټوکی وایی، او هر یو د یوې قبیلی او یا قوم په هکله په خپلو تیلیفونونو کی ساتل شوی مسیجونه یو او بل ته ښکاره کوي او ورباندی خاندي، نو د کور کوچنی هلک یا نجلی چی حتی عمر یی دری کالو ته نه دی رسیدلی، خو د مشرانو د توجه د جلبولو لپاره ځانه ته د ټوکو او مسخری کولو یو خاصه لهجه ټاکی. او هغه حتی پدی نه پوهیږی چی کورنی یی په څه باندی خاندی کله چی مسخری کوی. همدا چی هغه د هغوی توجه ځان ته راکاږی ورته بس ده. او کله چی لوی شی نو هغه وخت پوهیږی چی دا قومی ټوکی او کیسی څه معنی لری. هغه وخت ورته ډیره مهمه نده چی د ماما ښځه یی د کوم قوم ده او د ماما زوم یی د کوم قوم او یا څوک د چا د قوم په ټوکو او کیسو خوابدی کیږی. د مثال په توګه: ښاغلی محمدی یو مشر دی او ډیر ښه سړی هم دی. ځکه چی دی په یو خاص قوم پوری اړه لری نو ټول ځانته دا اجازه ورکوی چی ورباندی ټوکی او مسخری وکړی او کله چی ښاغلی محمدی له ټوکو او مسخرو له امله خوابدی کیږی نو هغه د ښاغلی محمدی د ټیټ ظرفیت استازیتوب کوي او په ټوکی او مسخری کونکی باندی اړه نلری.
نو اوس دا نوی لوی شوی کوچنی هلک یا نجلی ته د هغه منطق اجازه ورکوی چی دا شان نوری ټوکی او کیسی د نورو خلکو په باره کی هم جوړی کړي یعنی چی د خپلو ټوکو لمنه ونورو قومونو ته پراخه کړي. په بل عبارت “هر څوک چی زموږ غوندی نه وي، باید ورباندی ټوکی ووایو”. په داسی حالت کی پر خلګو د ټوکو او مسخرو ویلو نړی یی نوره هم پراخیږی او پر زړو ښځو، زاړه سړیانو، نجونو خاصتاً غریبو نجونو، استاذانو، کارکوونکو، د لومړی ټولګی په شاګردانو او د پوهنتون پر زده کوونکو باندی مسخری کوی.
نو بل وخت کله چه دا نوی هلک یا نجلی ځوانه سی، نه پوهیږي چی دا د زورولو عادت، بده ژبه او مسخری کول یی د کوم ځای او یا هم د چانه زده کړی دي خو دغه بیکاره ټولینز رفتار په دا ځوان کی دومره ژور اخښل شوی دی چی پریښودل یی ډیره ستونځمنه ده.
کوچنی باید پوه شی چی ټول نژادونه، رنګونه او د بیلابیلو کسانو عقیدې د احترام وړ دي او باید د دوستی په خاطر د انسانانو په منځ کی د یوی ناهنجاری یا ناوړه رفتار نه کار وانه اخیستل شی. میندي او پلرونه باید کوچنی ته د همدردی او انسان دوستی حس ور وښیی او هغه باید پوه کړی چی ټول انسانان ته احترام وکړی، با مسئولیته اوسی او په دا پوه شی چی هر انسان د خپل د توان او ظرفیت ترحده مهم او د سرو زرو خزانه ده.
کوچنی ته ور زده کړی چی د خپل قوم یا خلکو باندی ونازی او نورو ته احترام وکړی. د خپل قوم او خلګو سره مینه درلودل په دا معنی نده چی نورو قومونو او خلګو د مینی کولو او انسانی ارزښتونو وړ ندی. خپل کوچنیان ته د نورو قومونو او خلګو ښه کیسی ووایی تر څو چی نور انسانان، قومونه او یا هم نژادونه د ماشوم په اند شریف، د درناوی او مینه کولو وړ واوسی.