دکوچنیانو پر وړاندې تاوتریخوالی او اغیزې يي

دکوچنیانو او تنکیو ځوانانو په ارواپوهنه کې خپره شوې مقاله

 داکتر اسماعیل درمان

پښتو ژباړه: داکتر نصرت راسا

دکوچنیانو پر وړاندې د جسمي او اروايي تاوتریخوالي پيژندنه 

دهغه څه پرخلاف چې ډير خلک پرې باور لري، له کوچنیانو ناوړه استفاده یواځې په څپيړو وهل، په څټ کې څپيړه ورکول او د هغوې پر بدن څو ټپونو ته نه ویل کیږي، دا د تاوتریخوالي ظاهري او دلیدو وړ نښې دي. ددوې تر څنګ، رواني ناوړه استفاده او تاوتریخوالی او کوچنیانو ته نه پام کول هم دکوچنیانو د حقونو دسرغړونې مهمې پيښې دي چې سره له دې چې په ښکاره کومې نښې نه پریږدي، خو په حقیقت کې دکوچني په اروا او شخصیت باندې د ژورو او اوږدمهاله ټپونو دمنځته راتلو سبب کیږي. په خواشینۍ سره زموږ په هیواد کې دکوچنیانو د وهلو فرهنګ یو منل شوی فرهنګ دی او مور او پلار، د کورنۍ مشران غړي، ښوونکي، ملایان او…… دکوچنیانو د “ښیګڼې” او “تربیت” لپاره یا ددوی سره د “ښه نیت” له مخې په فزیکي تاوتریخوالي لاس پورې کوي، خو معمولاً جسمي تاوتریخوالی له رواني تاوتریخوالي او بې پامۍ سره یوځای وي، او ددې موضوع ارزښت ته په ډیرو پيښو کې پام نه کیږي.

دلته دکوچنیانو پروړاندې د جسمي او اروايي تاوتریخوالي عام ډولونه تشریح شوي دي. دهغوی تشخیصول اوله کوچنیانو سره پروخت مرسته پردوې مثبتې اغیزې کوي،ځکه هرڅومره ژر چې له دې کوچنیانو سره مرسته وشي په هماغه اندازه يي د روغیدو شونتیا ډیره وي.

لکه چې پورته ورته اشاره وشوه، سره له دې چې جسمي تاوتریخوالی د څرګندو ټپونو  د پریښودو له امله ډیر دټکان وړ او احساسیدونکي وي، خو د ناوړه استفادې ټول ډولونه د جسمي تاوتریخوالي په اندازه څرګند نه او واضح نه وي. دکوچنیانو اړتیاو ته دپام نه کول، په خطرناکو ځایونو کې هغوې ته ځای ورکول، او یا داسې چلند کول چې ددې سبب شي چې کوچنی د بې ارزښتۍ او حماقت احساس وکړي دکوچنیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ډلې شمیرل کیږي چې ډير څرګند نه وي.

دلته دخلکو ترمنځ څو مروجو خو له اشتباه ډکو باورونو ته اشاره کیږي:

لومړی ناسم باور: ترهغو چې چلند ناوړه نه وي نو تاوتریخوالی ورته نه ویل کیږي.

واقعیت:  فزیکي تاوتریخوالی د تاوتریخوالي یو ډول او له واک څخه ناوړه استفاده ده. بې پامې او اروايي تاوتریخوالی کیدای شي د جسمي تاوتریخوالي پّ اندازه او یا تر هغه ډیر کوچنیانو ته زیان ورسوي، خو څرنګه چې د جسمي تاوتریخوالي په اندازه څرګند نه وي، نور يي د حل لپاره کم دخالت کوي یا هم دخالت ته کومه اړتیا نه ويني.

دوهم ناسم باور: عام باور داسې دی چې یوازی “بد خلک” دخپل اولاد پروړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي.

واقعیت:  پيښه دومره تور اوسپینه هم نه ده. ډیری خلک خپله د تاوتریخوالي قربانیان دي او د خپلو کوچنیانو د تربیه کولو سمې لارې ورته نه دي معلومې او ژر له تاوتریخوالي په ډک چلند لاس پورې کوي. یو شمیر میندې او پلرونه په اروايي ستونزو اخته وي یا په مخدره توکیو روږدي وي او دا وړتیا نه لري چې خپلو کوچنیانو ته اغیزمنه او هدفمنده تربیه برابره کړي.

دریم ناسم باور: د کوچنیانو پروړاندې تاوتریخوالې د “ښو” کورنیو ترمنځ موجود نه وي.

واقعیت:  دکوچنیانو پر وړاندې تاوتریخوالی یواځې په بیوزلو یا هغو کورنیو کي نه پيښیږي چې په بدو سیمو کې پرتې وي. دا ډول تاوتریخوالي له ټولو نژادي، اقتصادي، او فرهنګي پولو او کرښو اوړي. په ځینو پيښو کې لیدل کیږي چې هغه کورنۍ چې په ظاهري ډول په بشپړ ډول بریالۍ دي ځينې داسې پټې ستونزې لري چې ډیری يي ترې خبرې نه دي.

څلورم ناسم باور: کوچنیان یواځې له کورنۍ څخه بهر (پردیو) کسانو له خوا د تاوتریخوالي لاندې راځي.

واقعیت:  دا سمه ده چې پردي د کوچنیانو پر وړاندې د مور او پلار په څیر د مینې او احساس له ځانه سره نه لري، خو حقیقت دادی چې د تاوتریخوالي ډیری پيښې د کورنۍ د غړو یا کورنۍ ته د نږدې کسانو لخوا پيښيږي.

پنځم ناسم باور: دکوچنیانو په تربیه کې يي وهل ټکول ضروري او ګټور دي.

واقعیت:  دکوچني وها ټکول نه یواځې دا چې د جسمي زیان سبب کیږي، همداراز دهغه په اروايي حالت ژورې منفي اغیزې پرځای پریږدي. څرنګه چې کوچنیان دوهلو ټکولو پروخت له ځانه دفاع وکړي، د پناه او بیوسۍ شدید احساس کوي او د قهر او غصې حالت يي په وجود کې وده کوي. که دې احساساتو ته په سمه توګه پام ونشي او دهغې د ښه کولو لپاره ګامونه پورته نشي، په راتلونکي کې کولی شي په کوچني کې د ځینو نورو ستونزو لکه قهر، عصباني کیدو، د نا امنۍ او ناامیدۍ د احساس، حسادت، کینې، پر ځان د اعتماد دنشتوالي او ……. دمنځته راتللو سبب شي.

د کوچینیانو په وړاندې د بې پامۍ او تاوتریخوالي اغیزې

دتاوتریخوالي او بې پامۍ ټول ډولونه کولی شي په کوچنیانو ناوړه خو اوږدمهالې او حتی دایمي اغیزې پریږدي. ځینې له دې ډلې جسمي ټپونه دي چې تر یو څه وخت وروسته ښه کیږي، خو اروايي او عاطفي ټپونه اوږدمهالي او ژورې اغیزې پر ځای پریږدي چې د ژوند په وروستیو پړاوونو کې کولی شي کوچنیانو ته ستونزې منځته راوړي. دبیلګې په ډول، کس پرځان کافي اعتماد نه لري او د سالمو کورنیو او ټولنیزو اړیکو دمنځته راوړو وړتیا نه لري. او یا داچې کس دکور، کار یا درس په چاپيریال کې دخپلو دندو د سرته رسولو لپاره لازمې وړتیاوې نه لري. دتاوتریخوالي ځينې سترې اغیزې دادي:

په نورو د باور او اطمینان نشتوالی

فکر وکړئ چې کله یو کوچنی ونشي کولی دکورنۍ په ترټولو نږدې غړو (پلار او مور) باورکړي، نو څنګه په نورو باور او اطمینان وکړي؟ ناوړه استفاده او تاوتریخوالی معمولاً ددوه کسانو تر منځ د اړیکو ځانګړتیاوو ته زیان رسوي. دکوچنیوالي دوران د ژبې د زده کړې، له کورنۍ او خپلوانو سره د اړیکو د جوړولو، او د باور او اروايي او جسمي خوندیتوب ترټولو مهمه دوره ده. په همدې دوران کې، که چیرې جسمي اړتیاوې(خواړه، جامې، سرپناه، دناروغیو درملنه او مخنیوی، او….) او عاطفي اړتیاوې(پام کول، مینه، هڅونه، خوندیتوب او…) پوره شي، ددې شونتیا ډیره ده چې کوچنی دې په راتلونکې کې دشخصیت او عاطفې ثبات ولري. پرته له دې، هغه کوچنې چې تاوتریخوالی او ناوړه استفاده ترې وشي ډیره ګرانه ده چې په نورو دې باور وکړي، په دوامدار ډول د نه خوندیتوب احساس کوي، او په راتلونکي کې د اړیکو په ټینګولو کې به ستونزې ولري، ځکه چې دکوچنیوالي پروخت ي بریالۍ تجربه نه درلوده.

د بې ارزښتۍ او زیان مننې احساس 

داسې فکر وکړئ چې دیو کوچني په ډول درته په څو څو ځله “احمق”، “نالایق”، “بي استعداد”، “گوټ” او “بي ارزښته” وویل شي، او دا دبې ارزښتۍ احساس مو په وجود کې وکرل شي، ایا دځان په اړه به څه فکر وکړئ؟ کوچنیان معمولاً والدینو او دکورنۍ مشرانو غړیو ته د داسې یو چاپه سترګه ګوري چې هرڅه ترې زده کوي. دکوچني لپاره يي پلار یو اتل ګڼل کیږي، مور يي یوه نمونه او ستر کس شمیرل کیږي. کوچنی په منظم ډول له دوې زده کړه کوي او ددوې خبرو، عقایدو او نظریو ته ارزښت ورکوي او په هغوې باور کوي. له همدې امله، کله چې کوچني داډول غبرګونونه وویني، ورو ورو باور کوي چې په رښتیا یو نالایق، بې استعداد، او بې ارزښته انسان دی. پر ځان باور له لاسه ورکوي او په خپلو وړتیاو شک کوي.

عاطفی بی‌ثباتی

دا کوچنیان دخپلو احساساتو او عواطفو په څرګندولو کې ستونزې لري ځکه داحساساتو څرګندونه يي نه وي زده کړې ( څرنګه چې ددې کار فرصت ورته په سمه توګه نه وي ورکړای شوي) او یا داچې ددې کار لپاره د خوندیتوب احساس نه کوي. دبیلګې په ډول هروخت چې يي غوښتې وي په دې اړه خبرې وکړي دنورو له خوا پرې ملنډې وهل شوې وي. په نتیجه کې کومه ستونزه چې منځته راځي دا ده چې د احساساتو په نه څرګندولوسره يي عواطف په بدن کې راټولیږي او په ناببره توګه د غوصې او مخرشیت په ډول او نورو نااغیزمنو لارو په ډول څرګندیږي. ددې احتمال ډیروي چې نوموړي کوچنیان په لویوالي کې دځینو ستونزو څخه زوریږي لکه خفګان، ویره، غوصه. بله موضوع داده چې په څرګند ډول ددې ستونزو په اړه خبرې نشي کولی. ددوې ځينې يي دهمدې ستونزې له امله د نشه اي توکو کارول پیلوي ترڅو دا دردناک احساسات له منځه یوسي.

دکوچنیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډولونه

دکوچنیانو پروړاندې تاوتریخوالی په څو ډولونو ویشل شوی دی، خو هغه عمده عنصر چې دوې سره تړي په کوچني باندې ددوې عاطفي/اروايي اغیزې دي. کوچنیان نظم، پام، او دځان او والدینو ترمنځ څرګندو تعریف شویو اړیکو ته اړتیا لري. یعنې کوچنی باید دا زده کړي چې دکوچني په حیث په کورنۍ کې څه رول لري، نور له دوې څخه څه تمه لري، او نوموړې له نورو څخه څه تمه ولري. مور او پلار باید په دې پوه شي چې دکورنۍ د مشرانو غړیو په حیث څه مسوولیتونو لري.

دبیلګې په ډول کوچنیان باید پوه شي چې که میندې او پلرونه يي ددوې د خوندیتوب لپاره هڅې کوي او دوې یوازې نه پریږدي. هغه کوچنیان چې تاوتریخوالی ورسره کیږي معمولاً په هغو کورنیو کې اوسیږي چې دوالدینو چلند يي د وړاندوینې وړ نه وي. دبیلګې په ډول پلار یا مور په ناببره توګه په غوصه کیږي پرته له دې چې د خپل قهر دلیل ووايي ماشوم ترحملې یا نیوکې لاندې راولي. په دې ډول پيښو کې ماشوم ګیچ کیږي او نه پوهیږي چې کوم کار یا خبره يي د والدینو د غوصې، خفګان یا تشویش سبب شوې او په نتیجه کې د ناخوندیتوب او بې اعتمادۍ احساس يي نور هم زیاتیږي. نړۍ يي له وړاندوینې خالي نړۍ وي چې ښايي هروخت کوچنی څپیړه وخوري، ووهل شي یا دنورو پروړاندې پرې ملنډې ووهل شي، او……

اروايي تاوتریخوالی

اوریدلي به مو وي چې د تورې ټپ ښه کیږي خو دژبې ټپ نه ښه کیږي. هیڅ وخت باید دهغو کلمو اغیزې له پامه وغورځوو چې کاروو يي. کلمې ستر او عجیبه ځواک لري. لکه چې کولی شي جوړونکې او ګټورې وي، په هماغه اندازه کولی شي ورانوونکې هم واوسي. بیځایه نیوکې، له سپکاوي او توهین ډکې خبرې، ملنډې وهل، نوم ايښودل، او… په کوچني باندې ویجاړوونکې او دوامداره اغیزې ښندي او نه یواځې داچې په اروايي/ټولنیزه وده بلکه جسمي وده هم له ځنډ سره مخامخوي. د اروايي تاوتریخوالي څو بیلګې:

په دوامدار ډول دکوچني سپکاوې، شرمول، توهین کول، او خوارول

په کوچنیانو نوم ايښودل او له نورو کوچنیانو سره يي په منفي ډول پرتله کول

کوچني ته اعتنا او پام نه کول د جزا د یو ډول په حیث یا له کوچني سره خبرې نه کول

له کوچني سره محدود جسمي تماس، دکوچني په غیږ کې نیولو څخه ډډه کول او نه نازول، دکوچنیانو څخه له مچې اخستلو یا داسې کوم بل چلند ډډه کول چې کوچني ته  دعاطفي پام ښکارندوی وي.

دکوچني مخامخول داسې تاوتریخوالي ته چې د نور لخو ترسره شوی وي، یا دداسې تاوتریخوالي څخه مخنیوی نه کول چې نور يي په کوچنیانو ترسره کوي.

دبې پامۍ په قالب کې تاوتریخوالی

دکوچنیانو پر وړاندې دتاوتریخوالي يو بل ډول دهغو لومړنیو اړتیاو (جسمي اروايي) ته نه پام کولي دي. دبیلګې په ډول د کافي خوړو، جامو، سرپرستۍ (څارنې)، نظافت او نورو نه برابرول د وړتیا پروخت.  په دې ډول پيښو کې دا ښه ده چې ووینو له والدینو څخه یو یا دواړه يي په فزیکي یا اروايي ډول (جسمي معیوبیت، ویره، خفګان) ستونزه ونه لري ترڅو دا ستونزه دکوچني د نه پاملرنې او نه ساتنې سبب شوی وي. په نورو پيښو کې، د والدینو له خوا د نشه اي توکو کارول د کوچني پّ تربیه کې ددوې قضاوت او ظرفیت ډیر ښکته کوي. په دې ډله کې هغه  کوچنیان چې یو څه غټ وي د مور او پلار پر ځای د کورنۍ پالنه کوي، او سره له دې چې زموږ په فرهنګ کې ددې ډول کوچنیانو د زړه ورتیا او فداکارۍ قدرداني کیږي، خو په حقیقت کې ددې کوچنیانو عاطفي او احساسي اړتیاوې له ځوابه پرته پاتې کيږي او په راتلونکې کې کیدای شي ددوې لپاره ستونزې منځته راوړي.

جسمي (فزیکي) تاوتریخوالی

دکوچني بدن ته زیان رسول یا ټپي کول  په دې برخه کې راځي. زیان رسول ښايي قصدي حمله وي او یا د کوچني د تربیې هڅه وي. ځينې والدين داولاد د تربیې لپاره له ډیرو ناوړو لارو چارو کار اخلي، مثلاً په سوک، څپیړې، لښته، خط کش، دبريښنا په سیم، ملاویستوني، او نورو سره سخته سزا ورکول….. تردې چې د زده کړې په چاپیریال لکه مسجد او ښوونځي کې هم په لښته ، خط کش، او سیم باندې سزا ورکول ډیر رواج لري. ددې پيښو ډیری يي پرته د کوچني د عمر او جسمي اندازې په نظر کې نیولو څخه پيښیږي او د شدید زیان سبب کیږي. مثلاً په ځینو پيښو کې لیدل شوي چې د کلکې څپيړې ورکول دکوچني د غوږ د پردې د څیرې کیدو سبب شوی وي. په افغانستان کې، د لاسونو او پښو پړسوب د لښتې په واسطه دوهلو سره یو معمول کار دی.

ددې والدینو یو ډیر شمیر يي معمولاً داسې استدلال کوي چې هدف يي د کوچني تربیه ده او دا (وهل ټکول) یو ګټوره لاره ده، په داسې حال کې چې دکوچنیانو تربیه باید په داسې یو ډول وي چې کوچنی له نورو سره چلند او تعامل زده کړي او په آیدیال وضعیت کې يي روح او اروا ته زیان ونه رسیږي یا دا چې ترټولوکم زیان ورسیږي. اصلاً د کوچني د تربيې موضوع داسې ده چې کوچنی دا وړتیا ترلاسه کړي چې ښه له بدو جلاکړي نه داچې په ویره او تشویش کې ژوند وکړي.

په راتلونکو لیکنو کې به د کوچنیانو د تربیه کولو اغیزمنې لارې او په دې لاره کې د افغان کورنیو په ستونزو خبرې وشي.

نوت: د روان انلاین لیکنی تاسی هم نشرولای شی، خو په دی شرط چی منبع یی ذکر کړی!

درباره‌ی اسماعیل درمان

اسماعیل درمان، ماستر روانشناسی بالینی و مدیر وبسایت روان آنلاین است. شما می‌توانید از طریق صفحۀ «تماس با ما» یا صفحۀ فسبوک روان آنلاین به او و گروه کاری روان آنلاین پیام بفرستید. خوانندگانی که نمی‌خواهند نام شان ذکر شود این را در پیام خود مشخص کنند. گروه روان آنلاین به حفظ هویت خوانندگان احترام می‌گذارد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.